پنجشير ولايت کې څه کم ٦٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

پنجشير ولايت کې څه کم ٦٦٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پنجشير ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢١٧٣ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٠٤ تنو ټپیانو پانسمان، ٤٦٨ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٩٤٦ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٦٧ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٤٠٠ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٣٣ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.