د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالی کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۸
توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي 500 خانواده در ولسوالي چهارآسياب ولايت كابل

نن پنجشنبه  د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۱۹مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت په چهار اسیاب ولسوالۍ کې ۵۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته، چی د کابل استازولۍ له لارې سروې شوي ول،  د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې د کابل څانګې ریيس مولوي عبد الله "حماد" د سری میاشتی ویاند نوراغا "صاحب زاده" د ترکی هیواد د سری میاشتی استازي ښاغلي ادم کارکایه ، د کابل سرې مياشتې یو شمېرکارکونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ، ۲.۵ کیلو وريژې، ۱ کیلو لوبیا، ه.۳ کیلو نخود ، ۵ لېټره غوړي، ۴ قوطي د بانجانو رُب، یوه بسته ژمنۍ البسه  شامل دي وویشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل څانګې رییس د مرستو د وېش پر مهال د ترکېې هیواد له مرستو مننه وکړه او د یاد هیواد له استازو څخه یې و غوښتل چې دا مرستې لا زیاتې کړي تر څو وکولای شو  د بیوزله هیواد والو لاسنیوی وکړو.

ورپسې د ترکې هېواد استازی وویل، مونږ د ترکیې هیواد د نیکۍ د مرستو کاروان له لارې خپلې مرستې ترسره کوو او ژمن یو، چې دا لړۍ به دوامداره ساتو .

د یادونې وړ ده چې دا مرسته د ۹۲۰ ټنه خوراکي او غیرخوراکي مرستو له جملې څخه ده، چې د نیکۍ ریل په دوهم قطار کې کابل ته رارسېدلې او د سرې میاشتې له لوري ووېشل شوه.

 

توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي 500 خانواده در ولسوالي چهارآسياب ولايت كابل

 

توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي 500 خانواده در ولسوالي چهارآسياب ولايت كابل

 

توزيع مواد غذايي وغير غذايي براي 500 خانواده در ولسوالي چهارآسياب ولايت كابل

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS