سمنګان؛ له ۲۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۲:۳
K

جمعه، ۲۸ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ له ۲۰۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د چین سره صلیب، اتصالات مخابراتي شرکت او یوه خیرپال سوداګر له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

یاده نغدي مرسته د زلزله‌ ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ له ۲۲۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې وه.

افغاني سره میاشت د کاري شریکانو په همکارۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د اړتیا پر مهال اړینې مرستې برابروي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ؛ د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه

جمعه، ۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په پیل سره، د دې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او د ولایتي مجامعو غړو په بېلابېلو سیمو کې د اعانې ټکټونو د پلور له لارې د مرستو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵۹
Background image

ننګرهار؛ ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.

دغه مرسته د ملي ټولنو د نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۲۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره په کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS