لوګر او میدان وردګ؛ ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۷:۲
L

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول.

له دغو کورنیو څخه ۱۲۰ یې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو او ۶۰ نورې یې د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار او سیدآباد، جغتو، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو اوسېدونکې وې.

دغه مرسته، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ۷۰.۵ کیلوګرامه خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.

یاده مرسته د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شوه.

افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو پر بنسټ پر وخت بشري مرستې ورسوي او بېړنى لاسنیوی يې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۷
Background image

پکتیا؛ پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او د زرمت او احمد ابا ولسوالیو پر ۴۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۲.۸ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته، چې د ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱۰
Background image

هرات؛ ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په باز محمد کلي کې ۲۶۲ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژې له مخې به د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۱
Background image

پنجشېر؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په درخېل کلي کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنې کورنۍ د. . .

BACK TO NEWS