سمنګان؛ د زلزله ځپلو کورنیو د ځان بسیاینې لپاره معیشتي مرستې ووېشل شوې
سې شنبه، ۱۳ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا، ځان بسیاینې او د دوامدار عاید د رامنځته کولو په موخه معیشتي مرستې ووېشل شوې.
دغه مرستې، چې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ برابرې شوې وې، له مخې یې ۴۴ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته دوه پسونه، د اوبو یو سطل، یو تشت او یوه بېلچه ورکړل شوه او ۱۶ نورو کورنیو ته د خیاطۍ بشپړ وسایل، چې د خیاطۍ ماشین، زیګزاګ ماشین، اوتو او نور اړین تجهیزات پکې شامل وو، ووېشل شول.
د دغو مرستو موخه دا ده، چې زلزله ځپلې کورنۍ د خپلو وړتیاوو او شته فرصتونو پر بنسټ د عاید دوامدارې سرچینې رامنځته کړي، خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په خپلو امکاناتو برابرې کړي.
