هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۴۸
H

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره او ۴۸۰ افغانیو په ارزښت د خپلو کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول.

 دوی د هغو ۶۰ کورنیو له جملې وې، چې څه موده وړاندې یې د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره د افغاني سرې میاشتې څخه مرسته ترلاسه کړې وه او دا مهال د کاروبارونو د پراختیا برخه کې د امکاناتو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ وې. له دې کبله، د هغوی اړتیاوو ته په کتو نور اړین وسایل ورته برابر او ووېشل شول.

په دې مرسته کې د هرې کورنۍ د کسب او اړتیا له مخې کولر، لمریز برېښنايي سیستم، جنراتور، سیوری جوړوونکي او نور اړین وسایل شامل وو، څو د برېښنا نشتوالی، سخته ګرمي او په پرانیستو ځایونو کې د کار ستونزې راکمې او د کاروبار د دوام لپاره مناسب شرایط برابر شي.

دغه پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي پیاوړتیا، پر ځان د بسیا کېدو او د دوامدارو عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS