کابل؛ د مالي برخې کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۲:۱۳
K

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د مالي ریاست ۲۰ تنو مرکزي کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې په اړه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د یاد ښوونیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول د مالي چارو د اغېزمن، شفاف او مسؤولانه مدیریت لپاره بنسټیز ارزښت لري.

 نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه بشپړه ګټه واخلي او خپله مسلکي پوهه او مهارتونه لا پیاوړي کړي.

دغه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، چې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ګډونوالو ته به په کې د حساب ورکونې، مالي محاسبې او نورو اړوندو مالي موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تمه ده، چې د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به د مالي برخې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لا لوړې او د مالي چارو د شفافیت، دقت او اغېزمنتیا کچه به لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۸:۴۰
Background image

کابل؛ کارکوونکو ته د ختیځ زون د زلزلې له عملیاتو څخه د زده شویو تجربو په اړه ورکشاپ ورکړل شو

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې آمریت، د ځوانانو او رضاکارانو، پېښو او روغتیا ریاستونو، او د ختیځ زون د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۰
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د بکسمند درې په تاوه کلي کې هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه. . .

BACK TO NEWS