د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال د ترکیې هېواد د سفارت له مرستیال سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۴:۴۷
معاون جمعیت هلال احمر افغانی با معاون سفارت تركيه و نماينده هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

د دوشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب د میاشتې پر ۲ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال مولوي صاحب نورالدین ترابي د ترکیې هېواد د سفارت له مرستیال او د یاد هېواد د سرې میاشتې له استازي سره د ۹۰۰ ټنه خوراکي اوغیر خوراکي مرستې  د وېش او پلان په اړه، چې پام کې ده د چهارشنبې په ورځ د  د تور غونډۍ بندر له لارې هېواد ته را وړل شي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي د ترکیې په سفارت کې ولیدل.  د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال محترم ملا نورالدین ترابي  د مننې ترڅنګ د ترکیې هېواد د بشرپالو مرستو د وېش په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې یادې مرستې به ډېر ژر په شفاف ډول  د هېواد په لاندې ۱۷ ولایتونوکې اړمنو او بېوزلو کورنیو ته ووېشل شي. ۱ بادغیس، ۲: غور، ۳: فراه ، ۴: نیمروز، ۵: هلمند، ۶: کندهار،  ۷: اروزګان، ۸: زابل،  ۹: کابل،  ۱۰ پکتیکا،۱۱: لوګر، ۱۲: لغمان ، ۱۴: بغلان، ۱۵: جوزجان ، ۱۶ سرپل و ۱۷: فاریاب.  د یادونې وړ ده، چې هر ولایت ته ۵۰۰ بستې توکي په پام کې نیول شوي او راتلونکې اونۍ به د یادو مرستو بله جوپه هېوادته راورسېږي، چې په پاتو نورو ولایتونو به ووېشل شي. ملانورالدین ترابي د ولایتونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه ترڅو په لر پرتو سیموکې داسې اړمنې او بېوزلې کورنۍ وټاکي، چې هېڅ مرسته ورسره نه وي شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS