کابل؛ روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون په اړه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
K

دوشنبه، ۲۲ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل، هرات، نیمروز، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو ۱۲ تنو روغتیاپالانو ته د ناروغیو د ملي څارنې او غبرګون تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ، چې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ګډونوالو ته به په کې د سرویلانس اړوندو ناروغیو د پېژندنې، د خطرونو د ارزونې، د سرویلانس د بېلابېلو برخو او د ناروغیو د معلوماتو د راټولولو، ثبت، راپور ورکولو او مخنیوي په اړه لازم معلومات او عملي زده کړې ورکړل شي.

ټاکل شوې ده، چې د ورکشاپ ګډونوال به د ناروغیو د څارنې او پر وخت غبرګون په برخه کې خپلې تخنیکي پوهې او عملي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې د ناروغیو د څارنې، مخنیوي او پر وخت غبرګون سیستم لا اغېزمن کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS