بغلان؛ ۱۰۲ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۸:۳۸
B

دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، مرکزي بغلان او خنجان ولسوالیو کې ۱۰۲ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې.

یادې بستې د هغو ۱۷۰ رضاکارانو لپاره د مرستو د وېش لړۍ برخه ده، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، مرکزي بغلان، خنجان، بنو، دهنه غوري او دوشي ولسوالیو کې ترې برخمن شي.

ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به د دغو بستو په وسیله د بېړنیو پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په راتلونکو ورځو کې به د بنو، دهنه غوري او دوشي ولسوالیو ۶۸ رضاکارانو ته هم د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د رضاکارانو د ملاتړ او تجهیز له لارې هڅه کوي د بېړنیو پېښو پر مهال د لومړنیو روغتیايي مرستو وړاندې کولو کچه لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

BACK TO NEWS