کابل او ارزګان؛ د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲۳
K

چهار شنبه، ۱۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د وروستیو سختو ورښتونو له امله د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي سیمې او بګرامیو ولسوالۍ ۱۳ زيانمنو کورنیو او د ارزګان ولایت د ترینکوټ او دهراود ولسوالیو ۳ کورنیو ته ټولټال ۴۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د چین سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د انساني همدردۍ په موخه ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی اساسي اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS