نورستان؛ د مرستو لومړی پړاو پای ته ورسېد، دویم په برګمټال کې پیلېږي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۰
N

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ له دغو مرستو برخمنې شوې.

په وېشل شوو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسونو د مینځلو صابون شامل وو.

ټاکل شوې ده، چې د همدې لړۍ په دوام به د برګمټال ولسوالۍ څه باندې ۶۰۰۰ کورنیو ته ورته مرستې ووېشل شي؛ څو د جګړو له امله زیانمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره شي.

د يادونې وړ ده، چې دا مرستې د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډې همغږۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې، سره صلیب نړیوالې کمېټې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

کونړ؛ څه باندې ۱۰ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۰۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS