هلمند کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۱۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه
د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پرون یکشنبه ۳۱۰ اړمنو، جنګ ځپلو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د نړیوال فدراسیون له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې ۵۰ اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای، ۳ کیلو مالګه، بسکوټ، د اوبو ۲ شل لیتره ډبې، ۱ د اوبو سطل، ۷ ډیټول صابونونه، ۷ د کالیو وینځلو صابونونه، یو بیک او ګڼ نور توکي شامل دي.