کابل؛ د روغتیايي معلوماتو سیستم د پیاوړتیا شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۵۹
Kabull

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې ۳۰ تنو مرکزي او ولایتي روغتیايي کارکوونکو ته د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم د پیاوړتیا په موخه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو. 

دغه ورکشاپ په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د ورکشاپ پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول روزنیز پروګرامونه یې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل؛ څو له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي، د روغتیايي معلوماتو د سیستم د ښه والي لپاره عملي هڅې وکړي او ترلاسه شوې زده کړې په خپلو ورځنیو چارو کې وکاروي.

په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د روغتیايي معلوماتو د راټولولو او راپور ورکولو، د معلوماتو د کیفیت د ښه والي، د راپورونو د تحلیل او د DHIS2 سیسټم د معیاري کارونې په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS