کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
K

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د مقام د سلاکارانو، د مرکزي دفتر او سیمه‌ ییزو زونونو د مسؤولینو، نړیوالو کاري شریکانو او اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شو.

په ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، دغه ستراتیژي د روغتیايي خدمتونو د لا منظم، اغېزمن او د خلکو د اړتیاوو مطابق وړاندې کولو لپاره جوړه شوې او د چمتو کولو په بهیر کې د کاري شریکانو په ځانګړي ډول ناروې سره صلیب تخنیکي او مالي ملاتړ مهم و.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ ‌الحدیث شهاب ‌الدین دلاور ددې ستراتيژۍ په جوړېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې دا ستراتیژي باید یوازې د یوه سند په توګه پاتې نه شي، بلکې د عملي کېدو لپاره یې باید جدي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي. نوموړي له مسؤولینو وغوښتل چې د ستراتیژۍ له موخو سره ځانونه بلد کړي، د ټاکل شویو پلانونو له مخې فعالیتونه تعقیب او وارزوي او د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن وویل، د ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا منظم شي، له شته امکاناتو څخه به اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د لومړیتوبونو او راتلونکو فعالیتونو لپاره به روښانه پلان ولرو.

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر حسام فیصل ددې ستراتیژۍ چمتو کېدل یو مهم ګام وباله او ویې ویل، د هېواد د روغتیايي او بشري ننګونو د کمولو لپاره د ټولو کاري شریکانو همغږي او ګډ کار اړین دی.

ورپسې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتيايي پروګرامونو مسؤول پټریک نېریهو د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې. نوموړي وویل، که د ستراتیژۍ د پلي کېدو په بهیر کې د هر ډول بدلون، سمون یا تخنیکي همکارۍ اړتیا پیدا شي، د سره صلیب نړیواله کمېټه چمتو ده چې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه چې آی سي آر سي به د روغتیا په نورو برخو کې هم د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناروې سره صلیب د روغتیا برخې مسؤول ډاکټر ایناک هم د ستراتیژۍ جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، بې ‌ځایه شوي، بېرته راستانه شوي، د خوارځواکۍ له ستونزو سره مخ ماشومان او د مېرمنو روغتیايي اړتیاوې هغه مهمې برخې دي چې ځانګړې پاملرنې او اغېزمنو خدمتونو ته اړتیا لري. هغه وویل، د ناروې سور صلیب به له افغاني سرې میاشتې سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

یاده ستراتیژي د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د فعالیتونو، لومړیتوبونو او راتلونکو پلانونو د تنظیم لپاره چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS