په هلمند د افغاني سرې میاشتې لخوا په ۲۵۰ کورنیو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۹:۲۶
په هلمند د افغاني سرې میاشتې لخوا په ۲۵۰ کورنیو مرسته وویشل شوه!

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په ۹مه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالې کې د افغاني سرې میاشتې لخوا د ۲۵۰ وچکالې ځپلو، جنګ ځپلو، بې وزله او بې سرپرسته کورنیو باندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکې شامل دي.

په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۲۴.۵ کیلو ګرام وریجې، ۱۰ لیتره غواړی، ۵ کیلوګرام بوره، ۷ کیلوګرام لوبیا، ۱ کیلو ګرام چای، ۳ کیلوګرام مالګه، ۱ پاکټ BP5 بیسکټ شامل دي.

او غیر خوراکي توکو کې یو ژمنی کیټ چې ۱۴ جوړه جرابی، ۶ جوړه د لویانو او ۸ جوړه د ماشومانو، ۴ دانې ماشومانو کوټونه،

۲ دانې د لویانو کوټونه ، یوه دانه دښځینه پوړني ، یوه دسړیو پټو

۲ دوي جوړي د لویانو بوټونه ،۴ جوړي د ماشومانو دستکلي، دوي ډبي د اوبو شل لیتره لوښي، یوه دانه د ابو سطل ،۷ دانې ډیټول صابون، ۷ چکی د کالو میځلو صابون ، یو بیک ، ۶ شپږ دانې غاښو کریمونه او ۶ شپږ دانې د غاښونو برسونه شامل دي.

په هلمند د افغاني سرې میاشتې لخوا په ۲۵۰ کورنیو مرسته وویشل شوه!

 

په هلمند د افغاني سرې میاشتې لخوا په ۲۵۰ کورنیو مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۳۹
Background image

خبرتيا

خبرتیا

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۲ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

نن سه شنبه د جمادي الأولی میاشتې پر ۲۴ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۲ تنه د سوري زړه په رنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

غور ولایت کې ۶۹۱۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د غور ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۲۴۱۱. . .

BACK TO NEWS