پنجشېر؛ د پېښو مديريت برخه کې ۲۵ تنه وروزل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۶:۴۳
k

پنجشنبه، ۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو پکې ګډون درلود؛ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
د دې ورکشاپ موخه دا وه چې په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو وګړو ته پر وخت، اغېزمن او په مسلکي توګه خدمات وړاندې شي.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو پېښو پر مهال د غوره او چټکو اقداماتو، زیانمنو وګړو سره د مرستې او د نغدو پیسو لېږد د معیاري تګلارو په اړه په نظري او عملي بڼه مفصل معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS