کونړ کې پر ۱۵۸ زلزله ځپلو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې پر ۱۵۸ کورنیو د بشري لاسنیوي په موخه ۲ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.
کوم ځای کې چې زلزله زیانونه واړوي، هلته افغاني سره میاشت تر هر چا وړاندې د زیانمنو خدمت او لاسنیوي ته ځان رسوي.
