زلزله ځپلي او د ژمي ساړه؛ کونړ کې پر ۱۱۸ کورنیو ژمنۍ او بشري مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۵۷
ku

سې شنبه، ۸ شعبان ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۱۸ زلزله ځپلو کورنیو له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه ۶ قلمه ژمنۍ او بشري مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ د اوبو سطل، ۱ څراغ، ۱ د روغتیا ساتنې بسته او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
یاده مرسته د زلزله ځپلو کورنیو د ورځنيو اړتیاوو د پوره کولو او د ژمي له سړو څخه د مخنیوي په موخه ترسره شوه.
کوم ځای کې چې زلزله زیانونه واړوي، هلته افغاني سره میاشت تر هر چا وړاندې د زیانمنو شوو خدمت او لاسنیوي ته ځان رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS