کابل؛ یوې زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته، چې د ورښتونو له امله یې څلور غړي له لاسه ورکړي و

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۲۱
کابل؛ یوې زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته، چې د ورښتونو له امله یې څلور غړي له لاسه ورکړي و

دوشنبه، ۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري مرکزي دفتر کې د کابل ښار ۱۲ ناحیې د هغې زیانمنې شوې کورنۍ له سرپرست سره پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې څو ورځې وړاندې یې په ورښتونو کې د کور نړېدو  له امله د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي و.
د نغدي مرستې د سپارلو پر مهال عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د یادې کورنۍ له سرپرست سره په دې غميزه کې ځان شریک وباله او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت یې ترڅنګ ولاړه ده. نوموړي څرګنده کړه، چې نږدې راتلونکي به د هېواد په خوست، کندهار، میدان وردګ، پروان او غور ولایتونو کې هم له هغو ۲۱ کورنیو سره، چې د وروستیو ورښتونو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه وکړي؛ د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته ترسره شي. 
د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ټیمونو د پېښې په لومړیو شېبو کې زیانمنې شوې کورنۍ ته ځان ورساوه، ټپیان یې روغتون ته ولېږدول او د کورنۍ د سرپرست په غوښتنه یې شهیدان شوي غړي خپل پلرني ټاټوبي ننګرهار ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۹:۳۶
Background image

کونړ؛ د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګي په سیمه کې ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

خوست؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۴۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د نغدي مرستو د لومړي پړاو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل؛ د نورستان سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو پر همغږۍ له کاري شریکانو سره ناسته وشوه

سې‌ شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې او قطر. . .

BACK TO NEWS