افغاني سره میاشت د زلزله ځپلو ترڅنګ؛ کونړ کې پر ۳۸۲ کورنیو غير خوراکي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۹ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې پر ۳۸۲ زلزله ځپلو کورنیو ۸ قلمه د بېلابېلو غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۲ ترپالونه، ۳ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ د اوبو سطل، ۱ څراغ، یوه د روغتیا ساتنې بسته او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
یاده مرسته به د زلزله ځپلو کورنیو د لنډمهالې سرپناه او اړينو غیر خوراکي توکو اړتیاوې راکمې او عادي ژوند ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.
