کندهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۲۲:۴
جمعيت هلال احمر افغاني در کندهار برای ١٥٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

کندهار ولایت کې نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۱مه نېټه پر ۱۵۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو د افغاني سرې میاشتې له لوري د پاکستان هېواد او UNFPA له لړري رالېږلې مرسته وویشل شوه. په یاده مرسته کې ۱۰ کیلو اوړه، ۳ کیلو وریژې، ۱ کیلو بوره، ۱ کیلو غوړي، یوه کمپله، صابون او نور توکي شامل دي.

تېره اونۍ هم کندهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۴۹ کورنیو ته د خوراکي توکو یاده مرسته ویشل شوې وه.

له دې وړاندې د پاکستان پر رالېږلې مرسته سربېره په تېرو درې اونیو کې د کندهار ولایت په نهمه ناحیه کې هم ۴۰۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته د نړیوال فدراسیون له لوري د خوراکي توکو چمتو شوې مرستې ویشل شوې وې.

 

جمعيت هلال احمر افغاني در کندهار برای ١٥٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

 

جمعيت هلال احمر افغاني در کندهار برای ١٥٠ خانواده نيازمند مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

داخلي بې‌ ځایه شوې کورنۍ؛ د بېړني لاسنیوي په موخه یې سروې روانه ده

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د ریاست‌ الوزراء د حکم او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه اصولو په رڼا کې، د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه په سويل ختيځ زون کې د. . .

BACK TO NEWS