کونړ کې ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۰:۱۶
k

سې شنبه، ۲۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه اووه دېرش میلیونه او پنځه سوه زره (۳۷،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دغې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو خپلو ورځنیو اړتیاوو ته په منظمه توګه رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نږدې ۱۶ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS