کونړ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره څه د پاسه ۳۲ نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۹:۳۳
کونړ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره څه د پاسه ۳۲ نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۱۸ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له ۳۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري لاسنیوي په موخه دوه دېرش میلیونه او پنځه سوه پنځوس زره (۳۲،۵۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، چې بېړنۍ او ژمنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو پنځلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵۱
Background image

سمنګان؛ ۳۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول

چهارشنبه، ۱۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په روی دو آب ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه  ۳۱.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲
Background image

باميان؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

چهارشنبه، ١٩ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د باميان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢١٨٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۹:۳۳
Background image

کونړ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره څه د پاسه ۳۲ نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۱۸ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له ۳۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ او بشري لاسنیوي په موخه دوه دېرش میلیونه او پنځه. . .

BACK TO NEWS