د سعودي عربستان له لوري ۶ الوتکې مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۹:۴۹
مجموعا شش طیاره مواد مساعدت شده عربستان سعودی به هلال احمر افغانی تسلیم داده شد!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۷مه د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص ته په کابل کې د سعودي عربستان د سرپرست سفیر مشعل، افغانستان کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشر فهاد سعد القحطاني او د ملک سلمان د خیریه بنسټ د بېړنیو مرستو د مشر فهد العصيمي په شتون کې دوه الوتکې نوره خوراکي او غیر خوراکي مرسته هم افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

سعودي عربستان په تېرو درې ورځو کې هره ورځ دوه الوتکې مرسته کابل ته را انتقال او افغاني سرې میاشتې ته وسپارله، چې نن د دوه الوتکې مرستې په را رسېدو د مرستو اندازه ۶ الوتکو ته ورسېده. په یادو ۶ الوتکو کې ۱۹۷ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرسته راوړل شوې ده.

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته په دې سپارل شوې مرسته کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري به په نېږدې ورځو کې ۲۰۰۰ ټنه نوره مرسته د یاد خیریه بنسټ له لوري د ځمکې له لارې د تورخم په دروازه کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي.

ټاکل شوې، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغانستان ته ټوله را روانه مرسته به افغاني سرې میاشتې ته ورکول کېږي او د افغاني سرې میاشتې له لوري به د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېوزلو هېوادوالو ته ویشل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۵۱
Background image

کابل؛ په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه مزایدې ته وړاندې شوه

پنجشنبه، ۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندهار ښار د څلورمې ناحیې، احمد شاهي سړک، دویم بلاک کې موقعیت لرونکې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه د ۲۵ کلنې پانګونې په موخه مزایدې ته وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۱۹
Background image

پنجشېر؛ ۵۰ رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پنجشېر ولایتي نمایندګۍ کې ۵۰ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

BACK TO NEWS