پروان کې ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۵۷
پروان کې ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۴.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه،
مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، روب او مکروني په کې شامل وو.
همدا راز، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۹:۴۲
Background image

پکتیا کې ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې له ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خېمو مرسته وکړه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لنډمهالې سرپناه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ د ورښتونو له امله ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۸:۳۵
Background image

پروان؛ څه باندې ۳ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ١٩ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS