پروان کې ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې
چهارشنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۴.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه،
مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، روب او مکروني په کې شامل وو.
همدا راز، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
