په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ لا هم روانه ده!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۲۰:۴۲
په بادغيس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۱۰۰ کورنیو ته د مرستو لړۍ لا هم روانه ده!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بادغیس ولایت په سنگ آتش او آبکمري ولسوالیو ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ لا هم نن روانه وه. په یادو ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۱۱۰۰ خوراکي موادو د وېش لړۍ تېره ورځ د لویدیځ زون د رييس ښاغلي انجينر محمد مصطفی نبي خېل، د بادغیس د سرې میاشتې د رییس وجيه الدين منتظري او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې پیل شوه.

د یادو مرستو په ۸ قلمه خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی بسکټ شامل دي، چې د نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي.

له یادو ۱۱۰۰ خوراکي بستو ۵۴۲ خوراکي بستې پرون اړمنو کورنیو ته په آبکمري ولسوالۍ کې توزیع شوې وې او د پاتې نورو د وېش لړۍ نن په سنگ آتش ولسوالۍ کې روانه وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۲۰:۲۹
Background image

هرات کې ۶۰ راستنو شویو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۱ میلیون افغانیو مرستې ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز ترڅنګ په ګذره او انجیل ولسوالیو کې ۶۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ۲.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ځان‌ بسیاینې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۵۱
Background image

کابل؛ د سختو ورښتونو له امله ۳۴ زيانمنې کورنۍ له بېړنیو مرستو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو (کلکان، فرزه، میر بچه کوټ، شکر دره، بګرامي) کې هغه ۳۴ کورنۍ، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۲۸
Background image

نیمروز کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې‌ شنبه، ۲۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ کې ۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي بشري مرسته ووېشل شوه.

د هرې کورنۍ په مرسته کې ۷ کمپلې، ۱ ترپال. . .

BACK TO NEWS