نورستان کې له ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۱۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو له ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه درې میلیونه او یو سل و پنځوس زره (۳،۱۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
