عمومي رئیس د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د آسیا پاسېفیک حوزې له مسؤول سره په ګډو چارو کې د همغږۍ په موخه آنلاین ناسته وکړه
یکشنبه، ١٩ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د آسیا پاسېفیک حوزې له مشر ښاغلي الکساندر متیو او په افغانستان کې د ياد فدراسيون له مرستیالې آغلې هُما نادر سره د ګډو بشري خدمتونو او چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مخکیني مشر ښاغلي جُی سینګال د کاري مودې د بشپړېدو او د نوي مشر د معرفۍ په اړه د بحث ترڅنګ د ښاغلي سینګال د هڅو ستاینه وکړه او کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو او ټپیانو ته په وړاندې کېدونکو خدماتو او ګډو چارو کې یې پر غوره همکارۍ هم ټینګار وکړ.
