د افغاني سرې مياشتې مشرتابه د زونونو او ولايتي مسؤولینو سره مشورتي ناسته وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۲۷
د افغاني سرې مياشتې مشرتابه د زونونو او ولايتي مسؤولینو سره مشورتي ناسته وکړه

چهارشنبه، ۱۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د زونونو او ولایتي نماینده ګیو له مسؤولینو سره د بشري خدمتونو د لا پیاوړتیا، اغېزمنتیا او همغږۍ په موخه، مرکزي دفتر کې مشورتي ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس ګډونوالو ته وویل: د افغاني سرې میاشتې اساسي هدف د هېوادوالو خدمت دی، په ځانګړي ډول د هغو خلکو چې له ستونزو سره مخ وي، نوموړي د زونونو او ولایتي نماینده ګیو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، څو د افغاني سرې میاشتې د ملکیتونو د پانګونې په ورکړه، د را روانې ځانګړې اونۍ په ورځو کې د ټيکټونو د پلورلو په کمپاین او د بشري مرستو د وړاندې کولو پر مهال شفافیت، عدالت او ناپلوۍ ته بشپړه پاملرنه وکړي.
ښاغلي دلاور له یادو مسؤولینو وغوښتل څو له موجوده امکاناتو په استفادې د بې‌ وزلو وګړو، بې سرپرسته مېرمنو او زیانمنو لاسنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز د زونونو او نماینده ګیو مسؤولینو د خپلو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل او په اړوندو ولایتونو کې یې د شته ستونزو، اړتیاوو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې عمومي رئیس د زونونو او نماینده ګیو د مسؤولینو د هڅو ستاینه وکړه او د شته ستونزو د ژر حل ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو، کنټرول او پلان جوړونې آمریتونو ۲۱ کارکوونکو ته د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ د بيا کتنې په اړه درې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS