بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه
چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
یاده مرسته د چین سره صلیب په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د عاجلو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، څو وکولای شي خپلې اساسي اړتیاوې تر یوه حده پوره او د پېښې له امله رامنځته شوې ستونزې راکمې کړي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
