د افغاني سرې میاشتې کرکټ لوبډلې د کابل شل اوره سیالیو اتلولي وګټله

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۷:۳۵
د افغاني سرې میاشتې کرکټ لوبډلې د کابل شل اوره سیالیو اتلولي وګټله

پنجشنبه، ٩ ربیع الآخر ۱۴۴۷ 
د کابل ښار په کچه د اته غوره لوبډلو شل اوره کرکټ سیالۍ چې د افغاني سرې میاشتې، افغان ټېلېکام، اټوما، عزیزي بانک، اتحاد، صافي سټار، MKCC Champion او یونایټډ لوبډلو تر منځ ترسره شوې، د افغاني سرې میاشتې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې چې د ورزش د ودې او لوبغاړو د استعدادونو د ښودلو په موخه پیل شوې وې، د پای لوبې ته افغاني سرې میاشتې او عزیزي بانک لوبډلو لار وموندله چې په يوه په زړه‌ پورې لوبه کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې وکولی شول د عزیزي بانک لوبدلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS