د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص لیدنه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۶ - ۹:۵۵
محترم مولوی مطیع الحق خالص، سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی با محترم شیخ مولوی عبدالباقی حقانی، سرپرست وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان ملاقات نمود.

نیټه:۴/۸/۱۴۰۰

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغاستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوی عبدالباقي حقاني سره په خپل کاری دفتر کي وکتل.

په یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوی عبدالباقي حقاني د بیلا بیلو موضوعاتو ترڅنګ د ملي ټولنې د کارکوونکو د لوړو زده کړو په اړه هم خبرې اترې وشوې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سرې میاشتې له هغه کارکوونکو سره د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه وکړه، چې د لوړو زدکړو لیوالتیا لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د لوړو زده کړو له وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني څخه مننه وکړه، چې سرې میاشتې ته یې تشریف راوړی وو او همدارنګه یې د خیرپاله ملي ټولنې سره د کارکوونکو د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې د مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS