لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۴۸
L

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې د ۴۰ رضاکارانو پر مټ تنظیم شوی و، په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د پاکو اوبو د خوندي کارونې، روغتیا ساتنې او د اوبو د سپما په اړه اړین معلومات او سپارښتنې وړاندې شوې.

افغاني سره میاشت د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د خلکو روغتیايي پوهاوی لوړ، د پاکو اوبو د خوندي کارونې دود پیاوړی او د اوبو د سپما کلتور ته وده ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS