کونړ کې له ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنيو مرستو وېش ترسره شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۸
کونړ کې له ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنيو مرستو وېش ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۸۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
ياده مرسته چې د قطر سرې میاشتې په مالي مرسته چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۹۲.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه په کې شامل وه - ورکړل شول. د دې تر څنک، پر هرې زيانمنې کورنۍ درې کمپلې، دوه ترپالونه او درې کارتنه د څښاک پاکې اوبه هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS