پکتیا کې د اور لګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۹ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاستې له لوري په پکتیا ولایت کې د اور لګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې یوه خېمه، یو ترپال، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ او دوه د اوبو بوشکې شاملې وې.