کونړ؛ عمومي رئیس د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې و ارزاوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۲۰
کونړ؛ عمومي رئیس د زلزله ځپلو وضعیت له نږدې و ارزاوه

شنبه، ۲۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، تېر ماښام ناوخته د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره له  جوړ شوو دوو پنډغالو  لیدنه وکړه او د زیانمنو شوو کورنیو وضعیت یې له نږدې و ارزاوه.
ښاغلي دلاور د پنډغالو مسئولینو ته د مؤثرو او بېړنیو اقداماتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د زیانمنو شوو کورنیو اړتیاوو ته باید ژر او پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي وویل: افغاني سره میاشت د ولس د خدمت لپاره یوه خیرپاله ټولنه ده، چې خپل ټول شته امکانات به د هغو زیانمنو وګړو لپاره وکاروي، چې د وروستۍ زلزلې له امله یې د کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړي دي او له دوی څخه به خپلې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي دلاور زیاته کړه: افغاني سره میاشت د خپل بشري رسالت پر بنسټ د تعهد، اخلاص او ایماندارۍ له مخې عمل کوي او تر هغو به د اغېزمنو کورنیو خدمت کوي، څو  وضعیت بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۶:۵۵
Background image

د بشري مرستو د پراختیا په موخه د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو درې اړخیزه ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسٶولې اغلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
Background image

هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

BACK TO NEWS