په کندهار ولایت کې له «٥٠٠» کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې نقدي مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کندهار څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ٣٠ نیټه د کندهار ښار د اوومې، نهمې اودولسمې ناحیو او شاولي کوټ ولسوالۍ اړوند؛ پر ”٥٠٠“ بې ځایه شویو، کونډو، معلولو او کرونا ځپلیو کورنیو د نقدو پیسو د وېش لرۍپیل شوه، چې هرې کورنۍ ته لس زره او پنځه سوه (10500) افغانۍ د مرستې په ډول ورکول کیږي.