د نړۍوال فدراسیون-اسیا پاسېفیک حوزې مشر او هېواد کې د یاد فدراسیون مسؤل د کډوالو او اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۴:۴۸
د نړۍوال فدراسیون-اسیا پاسېفیک حوزې مشر او هېواد کې د یاد فدراسیون مسؤل د کډوالو او اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ژمنه وکړه

شنبه، ۲۲ صَفَر ۱۴۴۷
پنجشنبه ناوخته، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د نړۍوال فدراسیون د آسیا ـ پاسېفیک حوزې له مسئول ښاغلي الکساندر مېتیو او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړۍوال فدراسیون له مشر ښاغلي سامي الفخوري سره د همغږۍ په موخه آنلاین ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي دلاور د کډوالو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت دې برخه کې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو ده.
دا راز د نړۍوال فدراسیون او آسیا پاسېفیک حوزې مسئولینو ډاډ وړاندې کړ، چې د کډوالو او اړمنو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو برخه کې به د افغاني سرې میاشتې ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۹:۳۸
Background image

کابل؛ د مشعل بیات ښوونځي زده کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دې ادارې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځینه زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۷:۴۳
Background image

دایکندي کې سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د دایکندي ولایت د خدیر او میرامور ولسوالیو هغو ۲ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
Background image

د نورستان او پکتیا د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د موټرو د کرایې داوطلبۍ ترسره شوه

دوشنبه، ۱٧ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان او پکتیا ولایتونو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

پ. . .

BACK TO NEWS