سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسېفېک حوزې له مشر او مل پلاوي سره وکتل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۵۹
سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسېفېک حوزې له مشر او د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول سره ‎کډوالو ته د بېړنیو او اوږدمهاله بشري مرستو په اړه وکتل

شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسېفېک حوزې له مشر ښاغلي الکساندر متيو او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي سامي الفخوري سره راستنېدونکو کډوالو ته د ‎بېړنیو او اوږدمهاله مرستو د جلب او چمتو کولو په موخه وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو د يو دمي راتګ او رامنځته شوي ناورين په اړه راغلي پلاوي سره معلومات شریک کړل، نوموړي زیاته کړه، چې تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو حالت نسبتاً مخ په ښه کېدو دی او د کډوالو د راتلو لړۍ هم ورو شوې ده او د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او مسئولین لا هم د کډوالو په خدمت بوخت دي، خو که چېرې د ورته خدماتو لړۍ په هرات او نیمروز ولایتونو کې هم پیل شي، کولی شو د کډوالو ستونزې تر یوې اندازې حل او راکمې کړو.

دغه راز ښاغلي دلاور زياته کړه، ټول هغه امکانات چې د افغاني سرې میاشتې په وس کې وي، راستنېدونکو کډوالو ته له ځنډ پرته رسول کېږي، خو ترڅنګ یې په دې بحراني حالت کې د کاري شریکانو ملاتړ او ښکېلیتا ته لازمه اړتیا ده.

د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسېفېک حوزې مشر هرات او نیمروز ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو برابرول مهم وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو، چې له نورو کاري شریکانو سره کډوالو ته د لازمو مرستو برابرولو په موخه د همغږۍ بحثونه ولرو، څو د کډوالو ستونزې راکمې او بیرته عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې دواړو لوریو کډوالو ته د اوږدمهاله مرستو د برابرولو او ستونزو د راکمېدو په اړه د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS