پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۳۴
پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۴ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د چین د سره صلیب په مالي مرسته د ۱۲ قلمه بېلا بېلو غیر خوراکي توکو او د ترکیې د سرې میاشتې په مالي مرسته د ۶.۱۰۴ ټنه  خوراکي توکو مرسته، د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس په داسې حال کې چې د پنجشېر ولايت والي ښاغلي حافظ محمد حکیم آغا هم شتون درلود، پر ۸۰ بې وزله کورنیو ووېشل شوه. 

په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، نیمه کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب، ۲ کیلو مکروني او نیمه کیلو بیسکوټ ورکړل شول.

د یادې مرستې د وېش پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن وویل: افغاني سره میاشت د اووه ګونو بنسټيزو اصولو پر بنسټ، تل له تبعیض او تعصب پرته اړمنو هېوادوالو ته بشرپال خدمتونه وړاندې کوي او حق تر حقدار  رسوي.
د پنجشېر والي هم د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او غوښتنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت دې د پنجشېر اړمنو وګړو ته توجو زياته کړي او د مرستو په رسولو کې دې پراخوالی راولي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدين دلاور په لاس په يادو اړمنو کورنیو ٢ میلیونه او ٣٣۴ زره افغانۍ نغدي مرسته  وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۰
Background image

نورستان ولايت کې د ٦٤٦٧ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده


 یکشنبه، ٢۵ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٢٥٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۳۴
Background image

پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۴ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د چین د سره صلیب په مالي مرسته د ۱۲ قلمه بېلا بېلو غیر خوراکي توکو او د ترکیې د سرې میاشتې په مالي مرسته د ۶.۱۰۴ ټنه  خوراکي توکو مرسته، د افغاني سرې میاشتې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۰
Background image

پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

شنبه، ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۶

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه  خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې په. . .

BACK TO NEWS