پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
Sat, Jun 21 2025 8:34 PM
پنجشېر کې پر ۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۴ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د چین د سره صلیب په مالي مرسته د ۱۲ قلمه بېلا بېلو غیر خوراکي توکو او د ترکیې د سرې میاشتې په مالي مرسته د ۶.۱۰۴ ټنه  خوراکي توکو مرسته، د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس په داسې حال کې چې د پنجشېر ولايت والي ښاغلي حافظ محمد حکیم آغا هم شتون درلود، پر ۸۰ بې وزله کورنیو ووېشل شوه. 

په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، نیمه کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب، ۲ کیلو مکروني او نیمه کیلو بیسکوټ ورکړل شول.

د یادې مرستې د وېش پر مهال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن وویل: افغاني سره میاشت د اووه ګونو بنسټيزو اصولو پر بنسټ، تل له تبعیض او تعصب پرته اړمنو هېوادوالو ته بشرپال خدمتونه وړاندې کوي او حق تر حقدار  رسوي.
د پنجشېر والي هم د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او غوښتنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت دې د پنجشېر اړمنو وګړو ته توجو زياته کړي او د مرستو په رسولو کې دې پراخوالی راولي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدين دلاور په لاس په يادو اړمنو کورنیو ٢ میلیونه او ٣٣۴ زره افغانۍ نغدي مرسته  وېشل شوې وه.

Latest news

Sun, Jun 22 2025 10:10 AM
Background image

Healthcare Services Delivered to 6,467 Residents in Nuristan Province

Sunday, June 22, 2025

Over the past month, medical teams from ARCS have provided essential medical services across various districts and villages of Nuristan Province. These services. . .

Sat, Jun 21 2025 7:24 PM
Background image

ARCS Distributes Humanitarian Aid to 80 Vulnerable Families in Panjshir


Saturday, June 21, 2025

ARCS distributed humanitarian assistance to 80 vulnerable families in Panjshir, delivering 12 essential non-food items funded by the Red Cross Society of China. . .

Sat, Jun 21 2025 4:29 PM
Background image

ARCS Provides Hot Meals to 1,000 Returnees at Anzhergai Camp

Saturday, June 21, 2025

As part of its ongoing humanitarian response, staff and volunteers from ARCS distributed 1,000 servings of hot meals to 1,000 repatriated refugees at the. . .

BACK TO NEWS