د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
مرسته

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰،۰۰۰ کیلو ګرامه غوښه د  سرپرست عمومي رئیس ښاغلي  شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلی جنک اونال او په کابل کې د ديانت بنسټ سلاکار ښاغلي دوکتور امراه کان دمير په شتون کې ووېشل شوه.

 سرپرست عمومي رئیس  د مرستې د وېش پر مهال د ترکيې د سرې مياشتې او د ترکيې د ديانت بنسټ له هر اړخیزو او دوامداره مرستو  د مننې ترڅنګ دا ډول مرستې د بې وزلو او اړمنو کورنيو د لاسنيوي په برخه کې مؤثرې وبللې او زياته يې کړه چې دا ډول مرستې نه يوازې د اړمنو لاسنيوی کوي، بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همدردۍ فضا هم پياوړې کوي. 

دا راز ښاغلي شيخ دلاور څرګنده کړه، چې د اختر  په دويمه او دريمه ورځ به هم په ميدان وردګ، لوګر او کاپيسا ولايتونو کې اړمنو هېوادوالو ته د غوښې د وېش تر څنګ خوراکي توکي هم ووېشي.

ورپسې د ترکیې سفیر په خپلو خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه او د افغانستان او ترکیې اړیکې یې تاریخي او دوستانه وبللې.

وروسته ښاغلي کان دمير څرګنده کړه چې د ديانت بنسټ هوډ لري څو د افغانستان په پنځو ولايتونو کې ٣٢،٠٠٠ اړمنو وګړو ته د قربانۍ غوښه ووېشي او ډاډ يې وښود چې د افغان ولس د لاسنيوي برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د نننۍ مرستې څخه ۱۰۰۰ کورنيو ته ۵۰۰۰ کیلو ګرامه غوښه د ترکیې د سرې میاشتې له لوري او پاتې ۱۰۰۰ کورنیو ته ۵۰۰۰ کیلو ګرامه غوښه د دیانت خیریه بنسټ په مالي مرسته ووېشل شوه چې هرې اړمنې کورنۍ ته پنځه پنځه کيلو غوښه ورکړل شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

د امنيتي کمرو چمتو کولو داوطلبي ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د ساتنې او خوندیتوب ریاست لپاره د امنیتي کمرو د نصب او چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه.

ناسته کې ۳ سوداګريزو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۶:۱۵
Background image

سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال سره د بشري مرستو د پراختيا او همغږۍ په موخه وکتل

کابل - چهارشنبه، ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال احمد سلیمان سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۴۲
Background image

کندهار؛ پر راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۰ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۵۰۰ تنو راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه ووېشل. . .

BACK TO NEWS