د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو او مستحقو کورنيو ته په لوى اختر کې غوښه وېشل کېږي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۱۶
خبر

د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو او مستحقو کورنيو ته په لوى اختر کې غوښه وېشل کېږي!

نن يکشنبه د ذوالقعدې مياشتې پر ٢٠ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې د پروګرامونو له مسئول احمد العثماني سره د ننګرهار ولايت په کچه راستنېدونکو کډوالو او مستحقو کورنيو ته په لوى اختر کې د ۴،۷ ټنه غوښې د وېش په تړاو د همغږۍ ناسته وکړه.

دواړو لوریو د يادې مرستې د عادلانه وېش، شفافیت او دوامداره همکاریو پر څرنګوالي هم بحث وکړ.

دغه بشردوستانه مرسته د قطر سرې مياشتې په مالي ملاتړ د لوی اختر په مناسبت ترسره کېږي، چې موخه یې د مستحقو کورنیو لاسنیوی او د هغوى ژوند ته تر يو حده هوساينه وربخښل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۷
Background image

کابل، پروان او میدان وردګ کې پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۱ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۲۰:۲۹
Background image

کابل؛ د لوی اختر په مناسبت ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د لوی اختر په مناسبت، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ته ۱۰ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

د یادې مرستې له. . .

BACK TO NEWS