د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د یو شمېر ملي ټولنو له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه!
د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د یو شمېر ملي ټولنو له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه!
نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۹ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سرپرست مسئول ښاغلي میلن او د ستراتیژيکې همغږۍ او بشري ديپلوماسۍ د مسئولې ښاغلې هُما نادر په شتون کې د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه!
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د تورخم او سپين بولدک په پنډغالو کې راستنو شویو کورنیو ته د ترسره کېدونکو روغتیایي خدماتو، خوراکي توکو، پخو خوړو، لنډ مهالې سرپناه او د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په اووه زونونو کې د مرستونونو او رواني مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو د ناستې ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل.
همدا راز ښاغلي دلاور د وچکالۍ ځپلو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه او راستنېدونکو کډوالو ته عایداتي سرچینې برابرول د ټولو ګډ مسئولیت یاد کړ او دې برخه کې یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو، راستنېدونکو کډوالو او اړمنو وګړو ډېرښت ته په کتو د مرستو پراختیا یوه مهمه اړتیا وبلله او ډاډ یې وړاندې کړ چې افغاني سره میاشت به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت او ناپلوۍ تر اړمنو او بې وزله هېوادوالو رسوي.
په پای کې د ناستې ګډونوالو د افغاني سرې میاشتې د فعاليتونو او خدماتو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې خیریه ملي ټولنې سره به خپلې مرستې پراخوي او د بشري مرستو د جلب هڅې به کوي.
