په هرات کې د څښاک د پاکو اوبو اووه پروژې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۹:۵۰
په هرات کې د څښاک د پاکو اوبو اووه پروژې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوې!

د څښاک د پاکو اوبو او روغتیایي آسانتیاوو اووه«۷» ساختماني پروژې د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر ۲۵ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي خدمتونو د ریس، په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې د تړیوال فدراسیون د ریس او د هیواد د پوهنې وزارت د محترم پلاوي په حضور کې کټې اخیسنې ته وسپارل شوې.
د پاکو اوبو او روغتیایي آسانتیاوو له دغه  پروژو  څخه په ګټې اخیستنې سره به د هرات ولایت د ( میرویس شهید د نجونو لیسې، تجربوي لیسې، د بي بي خورشید لیسې، د عقاب کبابیان لیسې، ګرداب لیسې، قلعه حبیب او الوند هاشمي لیسو) د روغتیایي آسانتیاوو او څښاک د اوبو ډیری ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې دا لړۍ به تر راتلونو پنځو کلونو پورې دوام ولري؛ ترڅو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د 
څښاک  پاکو ابو ته د لاس رسي زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS