کابل ولايت کې ٢٠٤٨١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۲۱
خبر

کابل ولايت کې ٢٠٤٨١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٤٥٦ ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٨٢٢ تنه ټپیانو ته د پانسمان، ٥٤٣٥ مېرمنو او ماشومانو ته له بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٥٢٥٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په اړه د اړینو مشورو او ٩٧٧ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو وړاندې کولو سربېره د ١٧٤٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته یې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړي دي، د دې ترڅنګ یې ٧٩٨ مېرمنو ته د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS