کابل ولايت کې ٢٠٤٨١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

کابل ولايت کې ٢٠٤٨١ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٤٥٦ ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٨٢٢ تنه ټپیانو ته د پانسمان، ٥٤٣٥ مېرمنو او ماشومانو ته له بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٥٢٥٣ کسانو ته د روغتیا ساتنې په اړه د اړینو مشورو او ٩٧٧ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو وړاندې کولو سربېره د ١٧٤٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته یې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړي دي، د دې ترڅنګ یې ٧٩٨ مېرمنو ته د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.