د کاتب پوهنتون محصلانو په هیواد کې له وروستیو سیلاب څپلیو سره د مرستې په موخه ۷۵۶۲۰ افغانۍ راټولې کړې دي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۸:۳۵
د کاتب پوهنتون محصلانو په هیواد کې له وروستیو سیلاب څپلیو سره د مرستې په موخه ۷۵۶۲۰ افغانۍ راټولې کړې دي!

په هیواد په ځانګړې توګه په پروان او پنجشیر ولایتونو کې د وروستیو سیلابځپلیو سره د مرستې په موخه د کاتب خصوصي پوهنتون محصلانو او یو شمېر کارکوونکو د روان ۱۳۹۹ کال د تلې پر ١٦ نیټه، (۷۵۶۲۰) افغانۍ د یاد پوهنتون د استازې له لوري د افغانې سرې میاشتې ټولنې مالي ریس ښاغلي طیب یوسفزي ته و سپارلې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه تل هڅه کوي؛ ترڅو د ملي سوداګرو، حاجي صاحبانو، خیرپاله هیوادوالو، خصوصي پانګوالو او خپلو املاکو له لارې له زیانمنو او پیښځپلیو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

هرات کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۵۶۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS